ولسمشر اردوغان : د سوریې په اړه د ترکیې په سیاستونو کې هیڅ کوم بدلون ندی راغلی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په سوریه کې د کورنۍ د جګړې د پیل راهیسې تر ننه پورې ددې هیواد په اړه د ترکیې په سیاست کې کوم تغیر ندی راغلی.

1601434
ولسمشر اردوغان : د سوریې په اړه د ترکیې په سیاستونو کې هیڅ کوم بدلون ندی راغلی

 

ولسمشر اردوغان په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې د لسو کلونو د پوره کیدو له امله د بلامبرګ رسنۍ ته مقاله لیکلې ده. ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې ترک ملت پدې باور دی چې په سوریه کې د روانو ستونزو او اختلافاتو د حل یواځنۍ لار د یو داسې سیاسي سیستم رامنځته کیدل دي چې د سوریې د ټولو وګړو استازیتوب وکړي.د ټولو وګړو د استازیتوب د قابلیت او ظرفیت نه برښمند وي. دا خبره ددې هیواد د سولې او ثبات د ټینګښت یواځنی شرط دی.

همداشان ولسمشر اردودغان ویلي دي چې په سوریه کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر باید لویدیځه نړۍ په ډیره صمیمي توګه د ترکیې نه مرسته او ملاتړ وکړي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې لکه څرنګه چې ګورو پدې وروستیو کې د ډیموکراسۍ، ازادۍ او بشری حقونو مسئلو په اړه بحث او خبرې یو ځل بیا په یو مود بدل شوي دي. خو په سوریه کې د بشري حقونو په اړه اجراعات به زمونږ پدې برخه کې د صمیمیت اندازه ټولو ته ښکاره کړي.

ولسمشر اردوغان اردوغان وویل چې په ډیر افتخار سره وایم چې د سوریې د کورنۍ جګړې د پيل راهیسې تر ننه پورې ددې هیواد په اړه زمونږ په سیاست کې کوم بدلون ندی راغلی. ترکیې تل د سوریې ملي یووالي، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی کړی دی او د روانې ستونزې د حل په خاطر يي هلې ځلې کړي دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې لخوا د سوریې د ځايي عناصرو سره په ګډه جوړه شوې خوندي سیمه په راتلوونکې کې د ترکيې او سوریې ترمنځه د قوي اړیکو یوه ښکاره مثال دی.

ولسمشر اردوغان په مقاله کې په لویدیځې نړۍ او په ځانګړې توګه پر امریکا غږ کړی دی چې د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګو پر خلاف چې وخت نا وخته پر خوندي سیمو بریدونه کوي لازم اقدامات وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان په امریکا کې د بایدن پر حکومت غږ کړی دی چې په خپلو ژمنو د عمل کولو سره سم په سوریه کې د روانې بشري تراژیدۍ د لمنځه وړو او د دیموکراسۍ نه د دفاع په برخه کې زمونږ سره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه ټول هغه پلانونه چې د سوریې د خلکو تر ټولو مهمې او اساسي غوښتنو ته پکې توجه نده شوې هغه په کلکه توګه ردوي.

همداشان لویدیځه نړۍ هم باید ددې ستونزې د حل په خاطر خپل مسئولیت ادا کړي. ولسمشر اردوغان خبرداری ورکړی دی که چیرې لویدیځه نړۍ او په ځانګړې توګه اروپا د ترکیې سره د سوریې دا دروند مسئولیت او بار ونه ویشي اروپا به  د هوا د تودیدو سره به د کډوالۍ د سترې څپې سره مخامخ شي.



اړوند خبرونه