په ایزمیر کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال وژغورل شول

د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.

1600434
په ایزمیر کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال وژغورل شول

 

د ایزمیر په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوالو چې د یوې پلاستیکي کښتۍ سره یونان ته د تیریدو هڅه کوله او د سمندر په منځ کې د سخت توپان په نتیجه کې کښتۍ د ډوبیدو ګواښ سره مخامخ وه د سواحلو د امنیت د ګارد ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د ایزمیر ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو یوه پلاستیکي کښتۍ چې د سخت توپان له امله په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وه د کډوالو نه یو تن د مرستې غوښتنه وکړه.

سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې . د ژغورنې ډلو ۳۴ تنه ناقانونه کډوال چې د مرګ په پنجه کې قرار درلود وژغورل.

ژغورل شوي کډوال د سواحلو د امنیت  د ځواکونو په کښتۍ کې وچې ته راوویستل شول او وروسته بیا د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه