چاووش اوغلو : د ترکیې او مصر ترمنځه ډیپلوماتیک تماس ټینګ شوی دی

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د ترکیې او مصر ترمنځه ډیپلوماتیک تماس پیل شوی دی.

1600021
چاووش اوغلو : د ترکیې او مصر ترمنځه ډیپلوماتیک تماس ټینګ شوی دی

 

بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان، اوزبیکستان، قیزغیزستان او قطر ته د خپلو سفرونو په اړه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د بهرنیو خبرونو د مدیر پوښتنې ځواب کړې.

هغه د ترکیې او مصر ترمنځه د ډیپلوماتیک تماس په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هو  د مصر سره ډیپلوماتیک تماس پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا تماس پرته د کوم قید او شرط نه ټینګ شوی دی. ددې تماس په خاطر نه مصر کوم شرط وړاندې کړی دی او نه هم ترکیې. په راتلوونکو ورځو کې په  د دواړو هیوادونو د ډیپلوماتانو او استخباراتو ترمنځه تماس ټینګ شي او لیدنې به وشي.

هغه په قطر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف او قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره د لیدنې نه هم یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه چې پدې لیدونو کې د سوریې د مسئلې او وضعیت په اړه خبرې وکړې. قطر غواړي چې په سوریه کې د روان بشري حالاتو په اړه ځیني مهم ګامونه اوچت کړي. د همدې امله مونږ وغوښتل چې دا ګامونه د وزیرانو په کچه اوچت شي.

همداشان چاووش اوغلو د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم په اړه د امریکا سره د روانو مذاکراتو نه یادونه وکړه.

هغه وویل چې د ترکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه اړیکې چې په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت نه وروسته خړې شوې وې د مقابل لوري نه د ښه نیت د پيغامونو سره د نورمالیدو پر لورې په حرکت پيل کړی دی.

هغه وویل چې د دوبۍ له لورې ډیر مثبت پيغامونو شاهدي کوو. د ترکیې پر خلاف د منفي کمپاینونو او پروپاګند کچه راټیټه شوې ده . هغه وویل چې ترکیې د هغوې سره هیڅډول کومه ستونزه نه درلوده او نه يي لري خو هغوې منفي دریځ غوره کړی وو. همداشان د سعودي عربستان سره هم د اړیکو د نه جوړولو په اړه کوم سبب شتون لري . که چیرې سعودي مثبت ګامونه اوچت کړي البته چې ترکیه به هم ورته ګامونه اوچت کړي.


پيوندونه: #عربستان , #مصر , #ترکیه

اړوند خبرونه