د ترکیې، روسیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه وکړه

چاووش اوغلو : ترکیه به د سوریې د مځکنۍ بشپړتیا او ملکي وګړو د خوندیتوب نه دفاع او ترهګرو سازمانونو پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي

1599365
د ترکیې، روسیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه به د سوریې مځکنۍ بشپړتیا نه دفاع ، ملکي وګړو حفاظت او ترهګرو سازمانونو پر خلاف مبارزې او جګړې ته دوام ورکړي.

چاووش اوغلو دا څرګندونې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ترکیې- روسیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې نه وروسته وکړې. هغه وویل چې په سوریه کې د روانو پیښو او وضعیت په اړه مو د روسیې او قطر سره درې اړخیز مشورتي بهیر پيل کړ.

هغه وویل چې ددې بهیر نه زمونږ هدف به سوریه کې تل پاتې او دوامدارې سولې په خاطر د روانو هلو ځلو سره مرسته  ده. هغه وویل پدې اړه مو ډیرې مهمې غونډې وکړې او په سوریه کې د بشري وضعیت په اړه مو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

چاووش اوغلو وویل نن ورځ څه باندې ۶ نیم میلیونه تنه سوري وګړي د هیواد نه بهر کډوال شوي دي چې ددوې له جمع نه ۳ عشاریه ۴ میلیونه تنه يي په ترکیه کې میشت دي.

ترکیه به د سوریې مځکنۍ بشپړتیا او د ملکي وګړو خوندیتوب نه دفاع او د ترهګرو سازمانونو پر خلاف مبارزې او جګړې ته دوام ورکړي.

چاووش اوغلو وویل چې په سوریه کې ترهګري سازمانونه  د څه باندې لسو کلونو راهیسې د روان وضعیت سوء استعمالولو ته دوام ورکوي. د همدې امله ترکیه به د سوریې د ملي یووالي او مځکنۍ بشړتیا نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې راتلوونکې غونډه په ترکیه کې د جوړیدو په اړه په تفاهم ورسیدو. زمونږ هدف په سوریه کې تل پاتې سولې ټینګښت دی.


پيوندونه: #قطر , #روسیه , #ترکیه

اړوند خبرونه