په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۷۵۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1598138
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۹۱۶۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۰ زره او ۸۲۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۳۷۵۵ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۳۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۸۹   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۴میلیونه   ۴۰۳  زره او ۱۰۸  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۱۰ میلیونو او ۲۸۰  زره او ۷۶۶ تنو ته لوړه شوې ده



اړوند خبرونه