قالن: ترکیې د اس ۴۰۰ توغندیو د اخیستو په اړه پریکړه په یوه شپه کې نده کړې

د ترکیې  د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه به  د روسیې نه اخیستي اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د ناټو سازمان د دفاعي سیستم سره  مدغم نکړي.

1597134
قالن: ترکیې د اس ۴۰۰ توغندیو د اخیستو په اړه پریکړه په یوه شپه کې نده کړې

 

قالن د بلامبرګ سره په مرکه کې وویل چې ترکیې او امریکا ترمنځه د اختلافاتو درې مهم لاملونه شتون لري چې یو يي د امریکا لخوا د پ ک ک د څانګو پ وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو سره مرسته ده. دویم يي د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو مسئله او د دریم بیا د امریکا لخوا پر ترکیې د تحریمونو د لګولو  او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر ترکیې ته د نه سپارولو مسئله ده.

هغه وویل له بده مرغه چې تر ننه پورې پدې برخه کې هیڅډول پرمختګ ندی شوی او هیڅډول ګام ندی اوچت شوی . هغه زیاته کړه چې دا مسئلې په اصل کې د ترکیې د ملي امنیت اصلي ستونزې دي.

هغه وویل پوره باور لري که چیرې امریکا په صمیمي توګه پدې مسئلو کې چلند وکړي او د ترکیې سره شفاف مذاکرات وکړي دا ټولې مسئلې حل کیږي.

هغه وویل چې امریکايي سیاستوالو نه زمونږ غوښتنه پدې خبره ځان پوه کول دي چې دا مسئلې زمونږ لپاره په کومه کچه اهمیت لري.

هغه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه وویل  چې ترکیې د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندي د رانیولو په اړه یوه شپه کې پریکړه نده کړې .

هغه وویل ترکیه به اس ۴۰۰ دفاعي توغندي د ناټو سازمان د دفاعي سیستم سره مدغم نکړي.  د همدې امله د ناټو سازمان لپاره هیڅډول ګواښ د بحث وړ هم ندی.

هغه د اس ۴۰۰ توغندیو د دویم پړاو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې لومړنی تړون اوس هم د اعتبار وړ دی او دا دویم پړاو بیا د همدې تړون یوه برخه ده.

هغه وویل چې ترکیې د اس ۴۰۰ د رانیولو نه مخکې لومړی د امریکا نه د پاتریوت دفاعي سیستم  او د فرانسې او ایټالیا لخوا په ګډ د جوړیدونکي سامپ هوايي سیستم غوښتنه وکړه خو له بده مرغه چې ټولو ورته منفي ځواب ورکړ.

فرانسې د سوریې په بهانه پر مونږ دفاعي سیستم ونه پلوره. هغه وویل چې د فرانسې سره هم پدې اړه مذاکرات اوس هم دوام لري او مونږ هیڅکله د چا پر مخ خپلې دروازې نه تړو.

هغه وویل چې ترکیې د امریکا د نوي حکومت سره هم تماس نیولی دی. هغه وویل چې مونږ د خپلو سیالانو سره خبرې کړي او په نږدې وختونو کې به د دواړو هیوادونو ولسمشران هم اړیکه ټینګه کړي.


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه