د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمې کلیزې په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام

ولسمشر اردوغان : افغانستان د ترک ملت په زړونو کې ځانګړی ځای او موقف لري

1592998
د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس سلمې کلیزې په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، افغانستان د ترکیې د استقلال په جګړه کې د ترسره کړې مرستې او ملاتړ،  او د لومړي هیواد په توګه د ترکیې د ملي شورا حکومت په رسمیت د پیژندو له امله، د ترکیې په تاریخ کې ډیر خاص او ځانګړی ځای لري.

ولسمشر اردوغان د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته پيغام واستو. د ولسمشر اردوغان پيغام په کابل کې د ترکیې د لوی سفیر اوغوزخان ارطغرل  لخوا د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې لمانځغونډه کې ولوستل شو.

ولسمشر اردوغان پدې پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ، سره ددې چې د ترکیې او افغانستان ترمنځه ډیپلوماتیکې اړیکې سل کلن ماضي او تاریخ لري خو د دواړو هیوادونو د ملتونو ترمنځه د ورورولۍ اړیکې ډیرې زیاتې ژورې او پخوانۍ دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې دواړه هیوادونه ګډ تاریخ او کولتور لري.

هغه ویلي دي چې دې اړیکو ته باید په هره برخه کې لا وده ورکړل شي او راتلونکو نسلونو ته لا په پياوړې توګه انتقال کړی شي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې افغانستان د ترک ملت په زړونو کې تل د یو ځانګړي ځای خاوند دی. دا متقابله مینه او محبت د سلجوقیانو د امپراتورۍ په دوره کې پیل او د جمهوریت د اعلان یعنې د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر د ۲۹ نیټې لا پسې وده او پرمختګ کړی دی. دواړو هیوادونه تل په ښه او بدو ورځو کې د یو بل ترڅنګ دریدلي دي.

ولسمشر اردوغان په خپل پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې افغانستان د ترکیې د استقلال په جګړه کې د مرستې او ملاتړ او  لومړي هیواد په توګه د ترکیې د ملي شورا حکومت  د په رسمیت پيژندو له امله د ترکیې په تاریخ کې د خاص او ځانګړي ځای او موقف نه برښمند دی.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیه لومړنی هیواد دی چې په کابل کې سفارت پرانیستی دی. د ترکیې په توګه به د دوست او ورور هیواد افغانستان ترڅنګ دریدو او په هره برخه کې د اړیکو د لا پياوړې کولو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې کار وکړو.

 

 



اړوند خبرونه