چاووش اوغلو : ترکیه به د افغانستان سره په هره برخه کې مرستو ته دوام ورکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیې د افغانستان سره د ترسره کړو او امنیتي پرسونل د روزنې سره د افغانستان د امنیت سره ډیره زیاته مرسته کړې ده .

1592928
چاووش اوغلو : ترکیه به د افغانستان سره په هره برخه کې مرستو ته دوام ورکړي

 

هغه وویل چې " تر کومه چې زمونږ افغان ورورنه وغواړي مونږ پدې هیواد کې خپل پوځي موجودیت ته دوام ورکوو . "

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ترکیې او افغانستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کوربه توب جوړې شوې لمانځغونډه کې د ویدیو کنفرانس له طریقه ګډون وکړ.

هغه دې لمانځغونډې ته لنډه وینا وکړه. هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو د ګډ تاریخ او کولتور نه شکل اخیستی دی.

" زمونږ ملتونه  په ډیر سختو او تنګو کې د یو بل ترڅنګ دریدلي دي. د ترکیې د استقلال د جګړې پر مهال او ډیر سختو شرایطو کې افغانستان د ترکیې ملي شورا حکومت د په رسمیت پیژندو سره زمونږ ملت او حکومت ته طاقت او قوت ورکړی دی.

همداشان ترکیه لومړنی هیواد دی چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې سفارت پرانیستی او ډیپلوماتیک فعالیت او ماموریت يي پیل کړی دی. د ترکیې ځوان حکومت د یو پلو نه د خپل هیواد د پرمختګ او ودې په خاطر هلې ځلې کولې او د بله پلوه يي د ورور او دوست هیواد افغانستان په خپلو خپو د دریدو په خاطر د افغانستان سره  مرسته کوله."

مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه او افغانستان تل په نړۍوالو پلات فورمونو او غونډو

کې سره همکار پاتې شوي دي او ګډه همکاري يي کړې ده . همداشان ترکیه او افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هم په ګډه سره کار او همکاري کوي.

هغه وویل چې ترکیه به د افغانستان سره د پرمختګ ، ودې ، ځان بساینې او استقرار په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

" د افغانستان سره زمونږ پراختیايي مرستې زمونږ د هیواد تر ټولو د سترو پراختیايي مرستو  د پروګرامونو په سر کې قرار لري. ترکیې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او بڼسټیزو چارو په برخه کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰۰ پروژې سرته رسولي دي. ترکیې په افغانستان کې څه باندې ۱۰۰ ښوونځي جوړ کړي دي او څه باندې ۴۰۰۰ تنو افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونو په ورکولو سره ددې هیواد د روښانه راتلوونکې سره مرسته کړې او مرستې ته دوام ورکوي. همداشان ترکیې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر مهال هم افغانستان یواځې ندی پریښی. "

چاووش اوغلو زیاته کړه چې ترکیې د افغانستان د امنیتي ارګانونو سره د ترسره کړو مرستو او پرسونل د روزنې د امنیت په برخه کې تر ټولو زیاته مرسته کړې ده . همداشان د ناټو سازمان په چوکاټ کې د ترکیې ځواکونه د خپل افغان ورورنو د امنیت ساتلو په برخه کې مرستې ته دوام ورکوي. تر کومه چې زمونږ افغان ورورنه وغواړي زمونږ ځواکونه به پدې هیواد کې پاتې شي."

همداشان چاووش اوغلو وویل چې ترکیه په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو نه د سولې او امنیت د ټینګښت په خاطر د یو ډیر ښه فرصت په توګه یادونه کوي او ددې مذاکراتو نه کلک ملاتړ کوي. ترکیه پدې برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو ده او ددې بهیر نه ملاتړ ته به دوام ورکړي.



اړوند خبرونه