د ترکیې ، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځه درې اړخیزه غونډه وشوه

د ترکیې – ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه تیره ورځ په ترکیه کې ترسره شوه.

1589468
د ترکیې ، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځه درې اړخیزه غونډه وشوه

 

د ترکیې – ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه درې اړخیزه سرمشریزه په ترکیه کې جوړه شوه. د سرمشریزې نه وروسته ګډه اعلامیه خپره شوه.

په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د تیرو غونډو د پریکړو په اړه ژمنتیا ښودل شوې ده .

د ویلو ده چې د ترکیې – ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې غونډو لومړۍ د ۲۰۱۴ کال د مې په په ۲۶ مه نيټه په باکو کې، دویمه غونډه يي د ۲۰۱۵ کال د جنوري په ۲۹ مه په عشق آباد کې ، دریمه يي د ۲۰۱۵ کال د اګست په ۲۸ مه په انتالیا کې، څلورمه د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۹ مه نیټه باکو او پنځمه دادې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۲۳ مه نيټه په ترکیه کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې په نړۍواله توګه د منل شوو سرحدونو په منځ کې د درې واړو هیوادونو ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته د متقابل درناوي او قوي مرستو او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیې – ترکمنستان او اذربایجان پدې غونډه کې د ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې، افراطیت او تبیض، تنظیم شوو جرمونو، نشه يي توکو ، وسلو او انسان قاچاق، د کولتوري او تاریخي جرایمو، میراث  ، سایبري جرمونو او د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د ګډې مبارزې او همکاریو د لا پیاوړي کولو په مسئلو په هر اړخیزو توګه خبرې وکړې.

په غونډه کې درې واړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي شراکت ترڅنګ د پیاوړې اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

درې واړو هیوادونو د تجاري او اقتصادي همکاریو ، پانګه والۍ او تجارت ته د تشویق، د موجود پوتانشیل نه د پوره استفادې، د ګمرک، انرژۍ، ټرانسپورت، تيلې کمونیکشین، صنایع، علم، تکنالوژۍ، کولتور، ګرځندوی او چاپیریال په اړه د ګډو پروژو او پروګرامونو په برخه کې د همکاریو د لا پیاوړي کولو  پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه