ترکیې امنیتي ځواکونو په درې ولایتونو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل.

ترکیې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل

1588875
ترکیې امنیتي ځواکونو په درې ولایتونو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل.

 

د ترکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې ددوې منسوبینو د بالکیسیر ولایت د ایوه لک ولسوالۍ د التنووا په ساحل کې  په یوې پلاستیکي کښتۍ سپاره ۳۱ تنه ناقانونه کډوال چې د سمندر په منځ کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

د ویلو ده دا ناقانونه کډوال  د یوناني ځواکونو لخوا ترکیې اوبو ته راشړل شوي وو او مرګ د ګواښ سره مخامخ کړي وو.

همداشان د چناق قلعه ولایت د ایوه جک ولسوالۍ د بابا قلعه په سواحلو کې هم د یوناني ځواکونو لخوا راشړل شوي ۵۱ تنه کډوال چې د سمندر په منځ کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول د ترکیې د سواحلو د امنیت د ګارد ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د ایدن ولایت د کوش اداسې په ولسوالۍ کې هم ۴۵ تنه ناقانونه کډوال وژغورل.

د سواحلو د امنیتي ګارد قومندانۍ ویلي دي چې د ایدن ولایت د کوش اداسې د ولسوالۍ د دیلیک ګیجیدې په سیمه کې د ناقانونه کډوال د یوې کښتۍ چې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ وه راپور ترلاسه کړ.

د سواحلو د امنیت کارډ قومندانۍ سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستولې او په کښتۍ سپاره ټول کسان يي روغ رمټ وژغورل او په خپلو کښتیو کې وچې ته راوویستل.

ژغورل شوي ټول کډوال د کډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي. د ژغورل شوو ناقانونه کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.خو ګمان کیږي چې ډیری د افغانستان، پاکستان او سوریې وګړي دي.



اړوند خبرونه