ترکیې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایټالیا د سفیر وژل په ډیره کلکه توګه وغنده
د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ایټالیا لوی سفیر په وسله وال برید کې ووژل شو
ترکیې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ملګروملتونو د غلې د نړۍوال سازمان پر کاروان وسله وال برید چې په نتیجه کې په نوموړي هیواد د ایټالیا سفیر ژوند د لاسه ورکړی دی په کلکه توګه وغنده او پدې پيښه کې د ژوند د لاسه ورکوونکو لپاره د تسلیت او خواخوږۍ پيغام خپور کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د ګوما په ښار کې د ملګروملتونو سازمان پر کاروان د برید په نتیجه کې په نوموړي هیواد کې د ایټالیا د لوی سفیر لوکا اتاناسیو د هغه د یو ساتوونکي او موټر چلوونکي د وژل کیدو خبرلاسه کړ.
ترکیه دا منفور او وحشي برید په کلکو ټکو غندي. د دوست هیواد ایټالیا ملت او حکومت سره پدې غم کې ځان شریک بولو او د قربانیانو کورنیو او ایټالیا حکومت د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.
د ویلو ده چې پرون د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د کانګور ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د ګوما او باقوو د ښارونو ترمنځه په لویه لاره کې د ملګروملتونو د غلې نړۍوالې سازمان اړوند د موټرو په کتار وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ددې کاروان سره ملګرتیا کوونکي د ایټالیا سفیر ، د هغه یو تن ساتوونکي او موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړ.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.