په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۱۰۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۸۲۱۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۲۳ زره او ۷۳۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۱۰۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۱۸۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۲میلیونه ۵۶۰ زره او ۷۳۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۷ میلیونو او ۴۵۰ زره او ۵۷۲ تنو ته لوړه شوې ده .په
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله