د ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران ترکیې ته راځي

د ترکیې – اذربایجان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمه درې اړخیزه غونډه په ترکیه کې جوړیږي.

1588167
د ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران ترکیې ته راځي

 

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکمنستان د وزیرانو د شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف  د ترکیې – اذربایجان او ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه سبا ترکیې ته راځي.

ددې سفر په ترڅ کې به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وشي. همداشان مردوف به د ولسمشر اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شي.

همداشان د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف به هم پدې غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر به د اذربایجان بهرنیو چارو وزیر بایرموف سره ځانګړې او دوه په دوه لیدنه هم وکړي.

پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهم پرمختګونو خبرې وکړي.



اړوند خبرونه