د ترکیې امنیتي ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل

د ترکیې امنیتی ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو له لورې راشړل شوي وو او د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

1587178
د ترکیې امنیتي ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل

 

د ترکیې د ایزمیر ولایت د سواحلو د امنیتي ګارډ قومندانۍ ویلي دي چې  په لسګونو تنه ناقانونه کډوال يي چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

د سواحلو د امنیتي ګارد قومندانۍ د بیان له مخې د ترکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د ایزمیر ولایت د دیکیلي په ولسوالۍ کې ۳۶ تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا راشړل شوي وو او پدې سړه هوا کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

د سواحلو د امنیتي ګارد قومندانس ویلي دي چې  تیره شپه د یوې بجې او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې  د نوموړو کډوالو په اړه راپور ترلاسه کړ چې سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې .

په یوې پلاستیکي کښتۍ کې ۳۶ تنه ناقانونه کډوال چې یونان ته تیر شوي وو خو د یوناني ځواکونو لخوا بیرته د راشړل کیدو سره د سمندر په منځ کې د مرګ ګواښ سره مخامخ بندې پاتې وو. د ژغورنې ډلو ټول کډوال ژوندي او روغ رمټ وژغورل د ایزمیر ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل.



اړوند خبرونه