ترکیې په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

ترکیې په لسګونو تنه کډوال چې د یونان لخوا د ډیپورتولو سره پدې سړه هوا کې مرګ ګواښ سره مخامخ شوي وو وژغورل

1585298
ترکیې په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

د ترکیې وسله والو ځواکونو د یونان لخوا  ډیپورت شوي په لسګونو تنه کډوال پدې سړې هوا کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

د ترکیې د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې یونان یو ځل بیا په لسګونو تنه کډوال د ژمې پدې سړې هوا کې د هیواد نه ډیپورټ کړي او د مرګ د ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو دا کډوال چې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل او د ایدرنې ولایت د میریچ په ولسوالۍ  کې د ژندارم قومندانۍ ته وسپارل .


پيوندونه: #کډوال , #ترکیه

اړوند خبرونه