په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۳۲۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۷۷۳۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۷ زره او ۱۲۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۳۲۵ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۰۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۱۹۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۱ میلیونه ۸۶۶ زره او ۸۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۵ میلیونو او ۷۰۳ زره او ۹۲۱ تنو ته لوړه شوې ده .