د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا پیل شوي د شاهین پنجې ۲ عملیات پایته ورسیدل

د ترکیې د ملي دفاع وزارت وویل چې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې پيل شوي د شاهین پنجې ۲ په نامه عملیات پایته ورسید.

1583049
د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا پیل شوي د شاهین پنجې ۲ عملیات پایته ورسیدل

 

هغه وویل چې ددې عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۲ تنه ژوندي نیول شوي دي. همداشان  ددې عملیاتو سره د سیمې لویه برخه د ترهګرو نه تصفیه شوې ده .

د ترکیې د ملي دفاع وزیر د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر، مځکنیو ځواکونو قومندان ستر جنرال امید دوندار، سمندري ځواکونو قومندان ستر جنرال عدنان اوزبال او هوايي ځواکونو قومندان ستر جنرال حسن کوچوک قایا په ملګرتیا د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د ترهګرو د لمنځه وړو په موخه د پيل شوو عملیاتو د سوق او ادارې د مرکز نه لیدنه وکړه.

دفاع وزیر او ورسره مل قومندانانو د ورځې په اوږدو کې عملیاتو بهیر تعقیب کړ، د عملیاتو په اړه يي لازم معلومات واخیستل او قومندانانو ته يي لازم هدایات وکړل.

همداشان دفاع وزیر وروسته د شاهین پنجې ۲ عملیاتو د وروستي وضعیت په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د شاهین پنجې ۲ عملیات چې د پ ک ک ترهګرو د عناصرو د لمنځه وړو، د پولو د امنیت د لا خوندي کولو او یو څه موده مخکې د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا تښتول شوو زمونږ ۱۳ هیوادوالو  د ازادولو په خاطر د نړۍوالو حقوقو سره سم د عراق پّ شمال کې د ګارا په سیمه کې پیل کړي وو پایته ورسیدل.

هغه وویل چې دا عملیات د ۲۰۲۱ کال د فبروري په لسمه نیټه پيل شوي وو. ددې عملیاتو په ترڅ کې د ګارا په سیمه کې د ترهګرو اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه ، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او د تجمع او تعلیمي مرکزونه او تش په نامه قرارګاه ګانو په ګډون څه باندې ۵۰ هدفونه په هوايي بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.

همداشان پدې عملیاتو کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.

همداشان په ډیرې خواشینۍ سره چې ترهګرو زمونږ تښتولي ۱۳ تنه هیوادوالو ټول په شهادت رسولي دي. کله چې مونږ سیمه ونیوله د نوموړو ۱۳ مړي مو ولیدل چې یو يي  د ملا لخوا ویشې او ۱۲ تنه يي په سر د ویشتلو سره په شهادت رسولي دي.

هغه وویل چې دا عملیات تر وروستۍ درجې په حساسیت سره ترسره شول. دې عملیاتو زمونږ لپاره ځانګړی اهیمت درلود.

د عملیاتو په ترڅ کې د ګارا په سیمه کې ټول هغه ترهګر چې زمونږ د امنیتي ځواکونو او بې ګناه هیوادوالو باندې د بریدونو ته چمتوالی نیولی وو له منځه وړل شوي دي. ددې عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ تنه ترهګر له امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.

هغه وویل چې له بده مرغه پدې عملیاتو کې زمونږ درې تنه امنیتي ځواکونه په شهادت رسیدلي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

زمونږ هوايي او مځکني ځواکونه په خیر سره هیواد ته راستانه شوي دي.


پيوندونه: #عملیات , #ترکیه

اړوند خبرونه