ولسمشر اردوغان د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ولسمشر اردوغان د یونان لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ډیر سخت غبرګون وښود

1580939
ولسمشر اردوغان د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د لومړي وزیر کیراکوس میچوتاکیس پر خلاف ډیر سخت غبرګون په ښودلو سره وویل چې  حد دې وپيژنه.

ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان نن په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ترکیې او یونان ترمنځه روانو ستونزو او اختلافاتو د حل په موخه هر ډول مذاکراتو ته چمتوالی وښود او د یونان پر لومړي وزیر يي غږ وکړ

" مونږ د ستونزو د حل په خاطر مذاکراتو ته چمتوالی ښایو ، سمدلاسه وروسته د یونان لومړی وزیر څرګندونې کوي او مونږ ته میدان ډبوي. زه په میچوتاکیس غږ کوم ، ستا ددې څرګندونو او میدان ډبونې نه وروسته مونږ څه ډول تاسې سره مذاکرات وکړو؟ لومړی باید خپل حد او ځای وپيژنې. که چیرې ګستاخۍ ته دوام ورکوې دا ددې په معنا ده چې مذاکراتو ته تاسې تښتۍ. که چیرې وضعیت او حالات پدې ډول دوام وکړي ترکیه به هیڅکله تاسې سره د مذاکراتو په میز کېنني. په هغه چا چې تاسې ډیر نازیږۍ او تکیه پرې کوۍ د هغې یو نه هم تاسې ته خیر نشۍ لیدلی. خو ترکیه خپله ستونزه پخپله په حل کولو ډیر ښه پوهیږي. د همدې په خاطر دا دیوانه ترکان ډیر ښه پوپیژنه. "

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې څه نږدې پنځه لسیزې کیږي چې د قبرس ترکان په ټاپو کې د روانو ستونزو قرباني شوي دي او پدې موده کې دې روانې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شوه. د همدې امله ترکیه به نور لا زیات د قبرس ترکانو قرباني کیدو ته اجازه ورنکړي. ټوله نړۍ باید پدې خبره ځان ښه پوه کړي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ، په ټاپو کې ستاسې کارنامې ، کړنې او رفتار ښکاره دی. زه تاسې نه پوښتنه کوم چې په څه شي نازیږۍ. تاسې د ځینې برخو په فریبکارانه ملاتړ او څرګندونو فریب خوړلی دی. که چیرې پدې مو فریب خوړولی وي ، دا ستاسې تر ټولو ستره اشتباه ده. خو په یوه خبره ځان  ډیر ښه پوه کړۍ، هر څوک کې ستاسې نه ملاتړ کوي ودې کړي. خو ترکیه به هر وخت نیغ او مستقیم ستاسې په مقابل دریدو ته دوام ورکړي. ترکیه د لازمو ګامونو اوچتولو په زمان او مکان ډير ښه پوهیږي چې څه ډول او چیرته دا ګامونه اوچت کړي.

ولسمشر اردوغان وویل که چیرې د قبرس روم پلو او یونان څرګندونو ته دقت وکړۍ د هغوې لخوا د ترکانو حقونه په هیڅ شمیرونکی چلند او دریځ دوام لري.

په قبرس کې د دوو مستقلو او مساوي حقونو برښمند دولتونو نه پرته بله کومه حل لاره شتون نلري. که څوک دا خبره مني او که نه د قبرس  د ستونزې یواځنۍ  حل لاره دوو دولتونو حل لاره ده .



اړوند خبرونه