په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۶۴۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/79b1/47dc/aa46/6020276f9ac53.jpg?time=1718992555)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۷۰۹۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۳۵ زره او ۸۶۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۶۴۲ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
هغه وویل چې د اوږدې مودې وروسته د ورځنۍ ځاني تلفاتو شمیره د سلو تنو نه راټیټه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۳۰۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۱ میلیونه ۲۹ زره او ۳۶۳ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د دوه میلیونو او ۸۱۱ زرو تنو نه اوښتې ده.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718992555)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718992555)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله