ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان له مخې ولسمشر اردوغان تیره شپه د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې لیدنه وکړه.
په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان او لومړۍ وزیرې مرکل پدې لیدنه کې د ترکیې او جرمني ترمنځه د همکاریو د لا پیاوړي کولو په اړه په اوچتیدونکو ګامونو، د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو او د سیمه ایزو پرمختګونو او مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې د مثبتې اجنډا رامنځته کولو او پدې برخه کې د لا پرمختګ ته ژمن یو او د مارچ په میاشت کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د جوړیدو نه مخکې د لا زیاتو تماسونو او تخنیکي لیدونو کتنو هیله لرو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې سره عادل او ساختاري چلند د دواړو خواوو په ګټه دی. همداشان ولسمشر اردوغان د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ناقانونه کډوالو د بیرته منلو په بدل کې ترکیې وګړو ته د اروپا د ویزې د معافیت په اړه د لاسلیک شوي د مارچ ۱۸ مې هوکړه لیک د نوي کولو او پدې هوکړه لیک د بیا کتنې په اړه هر څه ژر د ګامونو د اوچتولو غوښتنه وکړه.
همداشان ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې په اروپايي ټولنه کې د پرتګال د دوره يي مشرۍ موده د پایته رسیدو نه مخکې د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځه د یوې عالي غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله