په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۶۳۶ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۶۹۹۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۳۹ زره او ۳۷۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۶۳۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
هغه وویل چې د اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ځاني تلفاتو شمیره د سلو تنو نه راټیټه شوه.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۰۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۳۱۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۰ میلیونه ۸۹۳ زره او ۴۹۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د دوه میلیونو او ۷۶۰ زرو تنو نه اوښتې ده.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.