په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱۰۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1576871
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۶۳۵۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۸ زره او ۱۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۸۱۰۲ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۸۳۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۳۸۷ زره او ۳۸۴ تنو  ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۱۵۲۳   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۰  میلیونه   ۶۱ زره او ۴۳۷ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.



اړوند خبرونه