په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۷۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/13f1/4cb7/c0f8/6012f67bd8f63.jpg?time=1718861501)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۶۱۱۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۱ زره او ۷۰۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۷۱۹ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۳۷۰ زره او ۴۳۱ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۱۶۱۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۹ میلیونه ۷۷۳ زره او ۱۲۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.
په ترکیه کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۲ میلیونو او سل زرو تنو نه اوښتې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718861501)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718861501)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله