ولسمشر اردوغان د جرمني مسیحیانو دیموکراټ متحد ګوند د نوي مشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د جرمني د مسیحیانو ډیموګراټ متحد ګوند کې د انګیلا مرکل ځای ناستي ارمین لاشیت سره ټیلیفوني خبرې وکړې
![ولسمشر اردوغان د جرمني مسیحیانو دیموکراټ متحد ګوند د نوي مشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/66f6/2864/9110/5abddbb70f3f5.jpg?time=1719041588)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د شمالي رین وستفالیا د ایالت د لومړي وزیر ارمین لاشیت سره په ټیلفوني خبرو کې هغه ته د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند د مشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د بیان له مخې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د جرمني د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند د نوي مشر په توګه د ټاکل شوي ارمین لاشیت سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان هغه ته د نوې دندې او مسئولیت له امله د مبارکۍ د ورکولو ترڅنګ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د تاسیس شوې نږدې همکارۍ ددې سره د دوام هیله څرګنده کړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې پوره باور لري د ترکیې او جرمني د اړیکو د ودې او په جرمني کې د ترکي ټولنو په اړه د مثبت لید او دریځ سره به د دواړو هیوادونو اړیکې لا پسې پياوړې شي.
ولسمشر اردوغان پدې ټيلیفوني خبرو کې د ترکیې او جرمني هراړخیزو او بې سارو اړیکو ته په اشارې سره وویل د ترکیې تر ټولو ستر تجاري شریک هیواد جرمني ډیرې قوي اقتصادي اړیکي لرو او ددې اړیکو د لا پرمختیا ځانګړی اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان په جرمني کې میشتو ترکي ټولنو ددې هیواد د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کولتوري برخو سره مرستو ته اشاره وکړه او وویل چې پدې وروستیو کې پدې هیواد کې د ترکي ټولنو او جوماتونو پر خلاف بریدونو او کرکۍ کچه لوړه شوې او پوره باور لري چې ددې هیواد مقامات ددې بریدونو د مخنیوي په خاطر په لازمو تدابیرو نیولو او فاعلین د قانون منګولو ته د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي هیله لري چې ارمین لاشیت به په راتلونکو دورو کې د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو د لا ودې او پرمختیا په برخه کې ډیر مثبت ګامونه اوچت کړي. همداشان د روان کال د سپټمبر په میاشت کې په جرمني کې په ترسره کیدونکو ټاکنو کې ارمین لاشیت ګوند ته د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719041588)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719041588)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله