په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۵۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۴۹۳۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۲ زره او ۷۵۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۸۵۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۳۳۱ زره او ۸۶۱ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۱۹۶۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۸ میلیونه ۳۴۸ زره او ۶۵۹ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.
د ویلو ده چې د اوږدې مودې راهیسې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۱۵۰ تنو نه راټیټه شوې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.