په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۲۷۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1570048
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۵۰۷۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۸ زره او ۴۲۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۲۷۷ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۶۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۳۰۷ زره او ۷۲۱ تنو  ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۱۹۰۵   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۸  میلیونه   ۴۹۷ زره او ۸۴ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.



اړوند خبرونه