په ترکیه کې په کامله توګه د ترهګرو د ریښو د وچولو په موخه ستر عملیات پیل شول

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د ترهګري ضد سترو عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ

1569433
په ترکیه کې په کامله توګه د ترهګرو د ریښو د وچولو په موخه ستر عملیات پیل شول

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د ( د اغره غر ایرن ۳ عملیات ) د ۱۰۴۰ تنو پرسونل په ګډون د پيلولو نه خبر ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په هیواد کې د پ ک ک او ک جي ک  ترهګرو په کامله توګه د ریښو د وچولو او په سیمه کې د پاتو ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر د جنوري په لسمه نیټه پيل شوي د ایرن په نامه د روانو عملیاتو ترڅنګ  ( د اغره غر ایرن ۳ عملیات ) عملیات پيلوو.

پدې عملیاتو کې د ژاندارم کوماندو ځواکونو، د ژاندارم ځانګړو ځواکونو، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو او سیمه ایزو امنیتي ځواکونو نه جوړ ۵۹ جلا جلا  ډلو ګډون کړی دی.

پدې عملیاتو کې ۱۰۴۰ تنو امنیتي پرسونل برخه اخیستې ده .

ددې عملیاتو سره به ترهګر په کامله توګه د هیواد د اجنډا نه وباسو.



اړوند خبرونه