د ایزمیر په ولایت کې ۲۱ تنه کډوال له مرګه وژغورل شول

د ایزمیر په ولایت کې ۲۱ تنه کډوال چې په سمندر کې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل شول.

1569571
د ایزمیر په ولایت کې ۲۱ تنه کډوال له مرګه وژغورل شول

 

د ایزمیر ولایت د ساحلي ګارد ځواکونو د سفري هیسار په ولایت کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې په سمندر کې د  ډوبیدو په حال کې  وژغورله. په کښتۍ کې ۲۱ تنو ناقانونه کډوالو شتون درلود.

د ایزمیر ولایت د ساحلي ګارد قومندانۍ د معلوماتو له مخې د سفري هیسار په ولسوالۍ کې د یوې ډلې ناقانونه کډوالو کښتۍ چې  اروپا ته د تیریدو هڅه کوله او د سمندر په منځ کې د ماشین د خرابیدو له امله مخ په ډوبیدو وه وژغورله.

په بیان کې راغلي دي چې د ساحلي ګارد ځواکونو د سمندر په منځ کې د یوې کښتۍ په اړه چې د ډوبیدو به حال کې وه راپور ترلاسه کړ. سمدلاسه  د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې او په کښتۍ کې سپاره کسان وژغورل شول.

ژغورل شوي ۲۱ تنه کډوال د ساحلي ګارد ځواکونو په کښتیو کې وچې ته راویستل شول. وروسته نوموړي کسان د ایزمیر ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.


پيوندونه: #کډوال , #ایزمیر , #ترکیه

اړوند خبرونه