چاوش اوغلو د ستولتنبرګ سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ناټو مشر سره لیدنه وکړه

1569127
چاوش اوغلو د ستولتنبرګ سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په بروکسل کې د ناټو سازمان د مشر ینس ستولتنبرګ سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه د ناټو سازمان په عمومي قرارګاه کې وشوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د مشر ستولتنبرګ سره د لیدنې نه وروسته وویل چې  د ناټو په  سازمان کې اتحاد او همغږۍ باید لا پسې پیاوړې شي.

هغه وویل چې ترکیه د ناټو په سازمان کې د دفاع او ساتنې په برخه کې ډیر مهم او رغنده رول په غاړه لري او لوبوي . ترکیه به په افغانستان او عراق کې د ناټو سازمان د ماموریت نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې چاوش اوغلو به په بروکسل کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د اروپايي ټولنې د شورا رئیس شارلس میشل سره هم لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه