ولسمشر اردوغان : نن ورځ په سیمه او نړۍ کې د توازن رامنځته کوونکي موقف کې قرار لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ په سیمه  او نړۍ کې د توازن تعیندونکې کچې ته رسیدلی دی.

1566704
ولسمشر اردوغان : نن ورځ په سیمه او نړۍ کې د توازن رامنځته کوونکي موقف کې قرار لري

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د دوزجا، چوروم، اماسیا، بارتین او قره بوق ولایتونو په ۷ مې فوق العاده کانګرو ته  د ویدیو کنفرانس له لارې په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله هیواد لا زیات لوړې سویې ته د رسولو، لا زیات خدمت کولو او لا زیات سترو پروژو عملي کولو په خاطر شپه او ورځ کار کوي.

هغه وویل چې ترکیې د امنیتي برخو نه نیولې تر ډیپلوماسۍ پورې په هره برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی دی.

ترکیه نن ورځ په سیمه او نړۍ کې د موازنو تعینوونکي هیواد باندې بدل شوی دی. هغه وویل چې خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر به پرته د ځنډ نه کار کولو ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په اقتصادي او حقوقو په برخو کې د اصلاحاتو په اړه تیاری پایته رسیدلی او انشاالله چې هر څه ژر به يي د هیوادوالو سره شریک کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د لا قوي او ریښو نه د اصلاحاتو په اړه مو کار کړی دی او د وخت په رارسیدو سره به يي د هیوادوالو سره شریک کړو.



اړوند خبرونه