د ترکیې وسله وال ځواکونه تر ټولو سترو او هر اړخیزو ژمنیو تطبیقاتو ته تیاری نیسي.
ترکیې وسله وال ځواکونه پدې وروستیو کې تر ټولو ستر پوځي تطبیقات پيلوي
![د ترکیې وسله وال ځواکونه تر ټولو سترو او هر اړخیزو ژمنیو تطبیقاتو ته تیاری نیسي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e90f/92c3/f070/6003fd3fc8811.jpg?time=1718831252)
دا تطبیقات چې د ترکیې د قارس په ولایت کې پیلیږي د اذربایجان وسله وال ځواکونه به هم پکې ګډون وکړي. د اذربایجان د وسله والو ځواکونو اړوند یو زیات شمیر ټانکونه، توپونه، نښه ویشتونکې ځانګړې ډلې، د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ پرسونل ، کوماندو ځواکونه او جنګي چورلکې به پدې تطبیقاتو کې ګډون وکړي.
دا ژمنیز تطبیقات به د فبروري په لومړۍ نیټه پيل او تر ۱۲ مې نیټې به دوام وکړي.
پدې تطبیقاتو کې به د مشترکو عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د هماهنګۍ ، موجودو وسلو او مهماتو او نوو جوړو شوو وسلو او مهماتو ظرفیت او توان وازمایل شي.
ویل کیږي دا به پدې وروستیو کې تر ټولو ستر او هړخیزو ژمنیز پوځي تطبیقات وي.
د ترکیې وسله وال ځواکونه به پدې تطبیقاتو کې خپل ټول قوت، توان، ظرفیت، هنر او طاقت اجراء کړي.
د ویلو ده چې د اذربایجان د وسله والو ځواکونو پرسونل په تطبیقاتو کې د ګډون په موخه د ترکیې د قارس ولایت ته په راتلو پیل کړی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718831252)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718831252)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله