د ترکیې ، اذربایجان او پاکستان ترمنځه د همکاریو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه

د ترکیې، اذربایجان او پاکستان ترمنځه  په یو زیات شمیر برخو کې  همکاریو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

1563143
د ترکیې ، اذربایجان او پاکستان ترمنځه د همکاریو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه

 

د ترکیې ، اذربایجان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په پاکستان کې د درې اړخیزې غونډې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرم وف په خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې " د ترکیې او پاکستان شرکتونو ته په قره باغ کې د هغه سیمو چې اشغال نه ژغورل شوي دي د بیا رغونې په برخه کې د فعاله ونډې اخیسو بلنه ورکوو. "

د بله پلوه د ترکیې، اذربایجان او پاکستان ترمنځه د سیاسي، اقتصادي، سولې او امنیتي برخو په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې د همکاریو د لا پیاوړي کولو په خاطر د اسلام آباد اعلامیه لاسلیک شوه.

د اذربایجان بهرنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وویل چې په اسلام آباد کې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون له امله ډیر ویاړم. د پاکستان د ښې میلمه پالنې له امله مننه کوم.

همداشان هغه د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نه د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان نه د قوي ملاتړ له امله مننه وکړه.

دواړو هیوادونو د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا باندې تکیه د مذاکراتو نه ملاتړ وکړ. په نړۍواله کچه د عدالت د تاسیس په خاطر غږونه اوچت کړ.

د ترکیې او پاکستان ملاتړ او دا مهم موقف زمونږ لپاره ډیر مهم وو. ددې ترڅنګ دوې خپله حقیقي ورورولي او دوستي وښوده . مونږ د دواړو هیوادونو نه مننه کوو.

هغه وویل چې د درې واړو هیوادونو ترمنځه د همکاریو ډیره پراخه ساحه شتون لري.

ترکیه، اذربایجان او پاکستان د سوداګرۍ د قدیمې لارې پر سر موقعیت لري چې په همدې چوکاټ کې د ټرانسپورت نه نیولې تر سوداګرۍ پورې یو زیات شمیر پروژې په ګډه د لاس لاندې نیولی شو.

دا ډول همکاري به زمونږ د هیوادوالو لپاره د استخدام او عوایدو نوې سرچینې پیدا کړي او د ژوند کچه به يي لوړه کړي. ددې ترڅنګ د سیمې د پرمختیا او هوساینې سره به مرسته وکړي.

همداشان د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر هم خبري غونډې ته وویل چې د اسلام آباد په  غونډه کې په یو زیات شمیر برخو کې په ګډه د کار کولو په اړه توافق وکړ.

د امنیت، استقرار او هوساینې د کچې د لوړولو په خاطر مو د مهمو ګامونو د اوچتولو پریکړه وکړه. هغه وویل چې زمونږ ترمنځه لومړۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ کال کې  په باکو کې جوړه شوې وه . اوس وار د ترکیې دی. پدې غونډه کې مو لا ژر ژر ددې سرمشریزو د ترسره کولو پریکړه وکړه. ضرور نده چې درې یا څلور کاله صبر وکړو.

په ځانګړې توګه د ټرانسپورت او انرژۍ د بڼسټونو پر اهمیت مو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وویل چې زمونږ لپاره د ترکیې او اذربایجان سره ښې اړیکې ځانګړی اهمیت لري. زمونږ ترمنځه قوي اړیکو قوي اړیکو د اعتماد فضا رامنځته کړې ده .

په سرمشریزه کې مو د تجارت نه نیولې تر پانګه والۍ، سیاسي او امنیتي برخو پورې په یو زیات شمیر برخو کې پر همکارۍ خبرې وکړې. درې واړه هیوادونه په یو زیات شمیر مسئلو کې ګډې ګټې او مشترک لید لوری لري.



اړوند خبرونه