د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته تللی دی.
![د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6a50/228d/5340/5ffea799bd0e0.jpg?time=1719039133)
![cavusoglu-mahmud tmv pakistan.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b84e/51da/31cf/5ffeb89646247.jpg?time=1719039133)
چاوش اوغلو په پاکستان کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو په چوکاټ کې لومړی د نوموړي هیواد د ولسمشر عارف علوي لخوا حضور ته ومنل شو.
د پاکستان ولسمشر علوي مولود چاوش اوغلو ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هلالې پاکستان عالي نښان ورکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د پاکستان د ولسمشر عارف علوي سره د لیدنې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې " ولسمشر علوي ته مو د ولسمشر رجب طیب اردوغان سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې. پاکستان زمونږ دویم کور دی. زمونږ ترمنځه مکمې اړیکې به لا قوي او پياوړې کړو. د هلالې پاکستان د عالي نښان له امله ډیر افتخار کوم . ژوندی دې وي د ترکیې او پاکستان ورورولي.
چاوش اوغلو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه وکړه.
پدې دوه په دوه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وشو.
همداشان دواړه وزیران د دوه اړخیزو اړیکو د لا ودې او پرمختګ په خاطر په نړۍوالو مسئلو کې د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره د ګډې ستراتیژۍ د تعقیبولو په اړه په توافق ورسیدل.
دواړو وزیرانو په نړۍ کې د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ په اړه چې د هرې ورځې په تیریدو سره په نړۍ کې مخ په ډیریدو ده ژوره اندیښنه وښوده. د اسلامي ارزښتونو نه د محافظت او دفاع په برخه کې په ګډه د حرکت کولو په مسئلې ټینګار وکړ.
د بله پلوه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د کشمیر په مسئله کې د پوره ملاتړ له امله د ترکیې نه مننه وکړه.
د وزیرانو دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هیتانو ترمنځه لیدنه پیل شوه.
همداشان وروسته بیا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او پاکستان د پوهنې وزیر ترمنځه په پاکستان کې د ترکیې د معارف بڼسټ اړوند د ښوونځیو د عنوان او فعالیتونو په اړه تړون لاسلیک شو.
ددې تړون له مخې په پاکستان کې د ترکیې د معارف بڼسټ اړوند ښوونځيو چې د ملکي ټولنو اړوند ښوونځیو تر عنوان لاندې فعالیت کولو د دولتي ښوونځیو عنوان ترلاسه .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719039133)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719039133)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله