ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو د سفیرانو سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان : ترکیه د اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې نوي باب پرانیستو ته چمتو دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د هغه اقداماتو پر خلاف چې غواړي زمونږ هیواد د اعظمي نقشو له مخې چې هیڅ ډول اعتبار او مشروعیت نلري په خپلو سواحلو کې حپس کړي اعتراض ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ټولنې د همغږۍ د بهانې تر شا په پټیدو سره د ترکیې او اروپايي ټولنې اجنډا سوء استعمال شوې ده .
دا ډول چلند د یو پلو نه زمونږ ژور او تاریخي مناسبات یرغملوي او د بله پلوه د اروپايي ټولنه په سیمه ایز او نړۍوال طاقت د بدلیدو هدف ضعیفوي. ختیځې مدیترانې حوزه باید د رقابت نه بلکې اوږد مهاله منافعو ته په خدمت کوونکي همکارۍ په حوزې باید بدله کړو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې چانکایا په مانۍ کې د اروپايي هیوادونو د سفیرانو سره په لیدنه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې یونان ته په سیمه کې د تاوتریخوالي لوړونکو فعالیتونو نه د لاس اخیستو بلنه ورکوو. پوره باور لرم چې زمونږ تر منځه اکتشافي مذاکراتو نوی پړاو به د نوي باب د پرانیستو زیری ورکوونکی وي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې نه په یادونې سره چې پدې وروستیو کې اروپايي ټولنې د شمالي قبرس ترک جمهوریت سره هیڅډول تماس ندی نیولی زیاته کړه ، اروپايي ټولنه د قبرس د مسئلې په حل کې ډیر مهم رول لوبولی شي. همداشان اروپايي ټولنه نن ورځ پدې خبره ښه پوه شوې ده چې د ختیځې مدیترانې د سولې په اړه هره هغه معادله چې ترکیه او شمالي قبرس ترک جمهوریت ته پکې ځای نوي ورکړ شوی هغه ناقصه او په ناکامۍ محکومه ده. په قبرس کې د ازمایل شوو ناکامو موډلو د تکرار ازمایلو پر ځای باید نوي او حقیقي بدیلونه ولټول شي.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې په اروپايي ټولنه کې د اسلام فوبیا او اسلام دښمنو چلندونو ته په اشارې سره وویل ، اسلام دښمني په اروپا کې د میشتو نږدې ۶ میلیونو تنو ترکانو امنیت ته د خطر مخامخولو ترڅنګ د اروپايي ټولنې ارزښتونو ته هم ستر خطر مخامخ کړی دی.
ولسمشر اردوغان د ترکیې او اروپايي ټولنې اړیکو ته په اشارې سره وویل چې ، ترکیه د اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې نوي باب پرانیستو او مثبتې اجنډا رامنځته کولو ته چمتو ده. لکه څرنګه چې د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې غړیتوب بهیر زمونږ لپاره یو ستراتیژیک ترجیح ده د اروپايي ټولنې لپاره هم ترکیې ته پوره غړیتوب ورکولو مسئله د ټولنې د راتلوونکې له پلوه یو ډیر مهم ګام دی. د اروپايي ټولنې نه د انګلستان د جلا کیدو سره پیل شوې ناڅرګندي یواځې او یواځې ترکیې ته د پوره غړیتوب په ورکولو سره کیدای شي چې تلافي شي.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ګمرکاتو د یووالي تړون باندې باید بیا کتنه وشي. د کډوالۍ په مسئله کې بدل شوو حقایقو په نظر کې نیولو سره اړیکو ته باید د متقابل اعتماد او باور پر بڼسټ شکل ورکړ شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ناټو سازمان یو غړی هیواد هم یواځې ندی پریښی خو د پوښتنې ځای دادی چې ایا د ناټو غړیو هیوادونو ولې ترکیه پدې مبارزه کې یواځې پریښوده؟
ولسمشر اردوغان د نوي ډول کرونا ویروس پراخه وبا ناروغۍ په اړه وویل چې ترکیې ځايي واکسین چارې په انسانانو د ازمایښت کچې ته رارسیدلي دي او د ټولو ازمایښتونو د سرته رسیدو او اجازو د اخیستو نه وروسته به د ترکیې سربیره د ټول بشریت خدمت ته وړاندې کړو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.