ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د رئیسې سره ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون د رئیسې اورسولا فون در لاین سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې پدې خبرو کې د ترکیې او ټولنې ترمنځه د اړیکو د ودې او د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو بحث او تبادل د نظر وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې اروپايی ټولنې مسئله د ترکیې د چارو په لومړیتوب کې قرار لري او ترکیه خپل راتلوونکی په اروپا کې ګوري.
ولسمشر اردوغان په نوي میلادي کال کې د اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د ټولنې د بعضو غړیو هیوادونو د بې ځایه نخرو او مصنوعي ستونزو او خنډو د رامنځته کولو له امله د کال نه په کافي توګه مفیده استفاده ونکړه چې پوره باور لرو چې دا ډول وضعیت یواځې د زمونږ د اړیکو د راتلوونکې له پلوه نه بلکې د پراخه ګډې جغرافیې له پلوه هم متداوم ندی.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې او ټولنې ترمنځه په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستو او په مثبته توګه د اړخ ورکولو په خاطر لومړی باید د مارچ د ۱۸ مې په هوکړه لیک بیا کتنه وشي. همداشان ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په برخه کې د همکاریو له پلوه ډیر ګټور فرصتونه وړاندې کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ګمرکاتو د یووالي په مسئلې بیا کتنه، ترکیې وګړو ته د ویزې معافیت او د غړیتوب په مسئله کې د ګامونو اوچیتدل، متقابل اعتماد سازي، د سلامشورو د میکانیزمونو په کار اچول او د یونان لخوا د اروپايي ټولنې پوره غړیتوب ته نوماند هیواد ترکیې پر خلاف د خصمانه سیاستونو او چلند ته د پای ټکی ایښودل یوه لازمي خبر ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او ټولنې ترمنځه په عالي کچه د سرمشریزو او مذاکراتو د غونډو پیلول به زمونږ ترمنځه د اړیکو د ودې په لاره کې یو ډیر ګټور ګام وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله