په اوکراین کې نیول شوي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان دوه تنه مهم کسان ترکیې ته راوړل شول

د عراق د پلازمینې بغداد او د اربیل د ښارونو لپاره د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان تش په نامه مسئولین په اوکراین کې د نیول کیدو نه وروسته ترکیې ته راوړل شول.

1558353
په اوکراین کې نیول شوي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان دوه تنه مهم کسان ترکیې ته راوړل شول

 

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بغداد او اربیل د ښارونو لپاره د فتح الله ګولن ترهګري سازمان  مسئولین چې د انقرې د لومړنۍ جزا محکمې لخوا د فتح الله ګولن او پ وای ډي ترهګرو سازمانونو د غړیتوب په جرم يي ورته د نیولو حکم کړی وو د اوکراین او پولنډ په پوله کې چې په غیرې قانوني توګه يي د تیښتې هڅه کوله د نیولو نه وروسته ترکیې ته راوړل شول.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت د قاچاق او تنظیم شوو جرایمو ریاست د اوکراین د مقاماتو سره د لیدونو کتنو او مذاکراتو نه وروسته نیول شوي ترهګر ترکیې ته راانتقال کړل.

راوړل وو ترهګرو د انقرې د لوی څارنوالۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه