ترکیې په نایجیر کې د تیرې ورځې  قتل عام په کلکه توګه وغنده.

ترکیې په نایجیر کې قتل عام په کلکو ټکو وغنده

1556337
ترکیې په نایجیر کې د تیرې ورځې  قتل عام په کلکه توګه وغنده.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون د جنوري دویمه د خالي ورځ  په نایجیر کې د مالي سره په پولو کې د چومبانګو او زارومدره په کلو خونړی بریدونه وشو چې په نتیجه کې په لسګونو تنه بې ګناه او مظلوم انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په بیان کې راغلي دي چې ترکیه دا منفور ترهګري بریدونه په کلکه توګه غندي. دوست او ورور هیوادوال نایجیر خلکو او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ددې پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

د ویلو ده پرون خالي د نایجیر چومبانګو او زارومدره په کلو ترهګري بریدونه وشول چې په نتیجه کې ۵۶ تنو ملکي او بې ګناه وګړو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه