ولسمشر اردوغان : ۲۰۲۱ کال د ترکیې لپاره د پرمختیا او ودې کال وي
ولسمشر اردوغان د ترکیې تر ټولو مهمه پروژه د کومورخان پل او تونل پرانیست
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ۲۰۲۱ کال به په ترکیه کې په هره برخه کې پرمختیا او ودې کال وي. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ایلازیغ ولایت د کومورخان پل او او لویو لارو نخلوونکي تونل د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر اردوغان د پرانیستو پدې مراسمو کې د استانبول د واحدالدین د ماڼۍ نه د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
هغه وویل چې کومورخان پل خپله ډله کې د نړۍ د څلورمې تر ټولو سترې پروژې عنوان لري. ددې پل د طرحې او ویزاین نه نیولې ټول په ملي او ځايي امکاناتو جوړ شوی دی. دا اثر به د ساختمانۍ او انجینیرۍ په برخه کې زمونږ د قوت ، طاقت او قابلیت د سمبولونو نه یو وي.
ولسمشر اردوغان وویل د کومور خان پل د ایلازیغ او مالاتیا ولایتونو د نخلولو سربیره د هیواد د ختیځ، لودیځ، شمال او جنوب ته د ټرانسپورت د تقاطع نقطه ده. دا په اصل کې دا ټول سره نخلوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ او منفي اغیزو سره سره مونږ هیوادوالو ته د خدمت په برخه کې د ذرې په اندازه ځنډ ندی راوستی .
ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس د واکسین په اړه وویل چې ترکیې یواځې د چین نه ۵۰ میلیونه دوزه واکسین پیرودلي دي چې انشاالله دا واکسین به په هیواد کې د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې ډیر مهم رول ولوبوي. هغه وویل چې په هیواد کې د ځايي او ملي واکسین د جوړولو چارې هم ګړندۍ شوي دي او د الله په فضل به د اپریل تر میاشتې استفادې ته چمتو شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې ۲۰۲۱ کال به په هیواد کې د هرې برخې د پرمختیا او ودې په کال بدل کړو. پدې اړه مو په هر اړخیزو تیاریو پيل کړی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله