په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۲۲۰۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1555889
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۱۰۹۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۸ زره او ۱۰۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۲۲۰۳ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۱۱۴ زره او  ۷۶۰ تنو  ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۳۸۹۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۴  میلیونه  ۶۶۲ زره او ۶۷۰ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه