ولسمشر اردوغان : د چین نه ۳ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین راغلي او نور به هم راشي

ولسمشر اردوغان د کرونا د واکسین په اړه مهمې څرګندونې وکړې

1555772
ولسمشر اردوغان : د چین نه ۳ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین راغلي او نور به هم راشي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د چین نه د کرونا ویروس ۳ میلیونه دوز واکسین ترکیې ته رارسیدلی دی او په راتلوونکو ورځو کې به دا لړۍ دوام وکړي او نور به هم راشي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د ایا صوفیا کبیر په جامع جومات کې د جمعې لمونځ  د ادا کولو نه وروسته وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل ۲۰۲۰ کال د ټول انسانیت لپاره د ډیرو زیاتو دردونو او ستونزو ډک یو کال وو. په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو ښه خبر د کووید ۱۹ د واکسین موندل او جوړیدل وو.

هغه وویل چې د واکسین په مسئله کې جدي پرمختګ شوی دی. د چین سره د ترسره شوو لیدونو کتنو په نتیجه کې ۳ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین ترکیې ته راورسید او دا بحیر به دوام وکړي. زمونږ هدف د چین نه  ۵۰ میلیونه دوزه واکسین دی. ددې ترڅنګ د جرمني سره هم د واکسین په اړه قرارداد لاسلیک شوی دی او همدومره واکسین به د جرمني نه هم راوړل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جرمني سره د ترسره شوو مذاکراتو په نتیجه کې د واکسین په مسئله کې د تولید د یو ګډ مرکز د جوړولو په اړه هم خبرې شوي دي.

د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو تحقیقاتو اداره پدې اړه چارو ته دوام ورکوي. مثبت پرمختګونه دوام لري. همداشان د روسیې سره هم د ګډ واکسین د جوړولو په اړه کار دوام لري. بل د ترکیې خپل ځايي او ملي واکسین پروژې دي . ددې په هیله چې د نیول شوو تدابیرو او واکسین سره ۲۰۲۱ کال د کرونا ویروس د ختمیدو کال شي.



اړوند خبرونه