په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۴۳۸۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1555603
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۹  تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۰۸۸۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۸ زره او ۲۱۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۴۳۸۰ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰۲۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۱۰۰ زره او  ۶۵۰ تنو  ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۳۹۱۸    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۴  میلیونه  ۵۰۴ زره او ۵۶۷ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه