ولسمشر اردوغان په ارمني ځواکونو هر څه ژر د اوربند نه سرغړونو ته پای ورکړۍ غږ وکړ
ولسمشر اردوغان په باکو کې د ترکیې ځواکونو ته د ټیلیفون له لارې وینا وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان پر ځواکونو غږ وکړ چې په قره باغ کې هر څه ژر د اوربند نه سرغړونو ته د پای ټکی کیږي.
ولسمشر اردوغان په قره باغ کې د اوربند نه د څار په موخه جوړیدونکي د ترکیې او روسیې په ګډ مرکز کې دنده ترسره کوونکو ترکیې ځواکونو ته چې باکو ته رسیدلي دي د ټیلیفون له لارې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې " هلته ستاسې موجودیت په اصل کې زمونږ ترمنځه اړیکې کومې کچې ته رسیدلي دي ښکارندويي کوي او زمونږ لپاره د افتخار او ویاړ نښانه ده. "
ولسمشر اردوغان وویل خپلو ټولو سرتیرو ته چې په قره باغ کې به د اوربند د څار مسئولیت په غاړه ولري په چارو کې د بریالیتوب هیله کوم. ددې په هیله چې دا مرکز هر څه ژر جوړ او په فعالیت پيل وکړي.
ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې د ارمني ځواکونو لخوا د اوربند نه د سرغړونو په اړه وویل چې " په ارمني ځواکونو چې د اوربند نه سرغړونې کوي غږ کوو، هر څه ژر ددې غلطۍ نه راوګرځۍ . هر څه ژر د اوربند نه سرغړونو ته د پای ټکی کیږدۍ . "
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.