په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۷تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۰ زره ۸۹۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1553620
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۷تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۰۱۳۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۸۰ زره او ۸۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۴۲۰۵ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۲۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه  میلیون ۳۷ زره او  ۴۳۳ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۴۲۵۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۳  میلیونه  ۹۵۸ زره او ۸۱۸  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه