د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیه د تحریمونو سره په شا ګام نه اوچتوي ، پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیه د تحریمونو سره په شا ګام نه اوچتوي ، پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو دا څرګندونې د ترکیې او روسیې د ګډ ستراتیژیک پلان د ډلې د اتمې غونډې نه وروسته د خپل روس سیال لاروف سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
چاوش اوغلو د امریکا لخوا پر ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د رانیولو له امله د لګول شوو تحریمونو نه یادونه وکړه او زیاته کړه چې دا تحریمونه په اصل کې د ترکیې د ملي حاکمیت پر حقونو ښکاره برید دی. مونږ ددې تحریمونو سره په شا ګام نه اوچتو او پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.
هغه په خپله وینا کې د لیبیا سره د ترکیې نه د مرستو نه هم یادونه وکړه.
هغه وویل چې ترکیه د لیبیا د مشروع حکومت په رسمي بلنه او غوښتنه پدې هیواد کې شتون لري. د لیبیا په ختیځ کې د نامشروع ملیشه ځواکونو مشر حفتر او یا بل کوم هیواد ترکیه باید د لیبیا نه ووځي د ویلو حق نلري.
هغه د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په اړه وویل چې ترکیې او روسیې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې دواړه هیوادونه په ګډه د کرونا ویروس د واکسین جوړوي.
د سوریې ، لیبیا، ختیځې مدیترانې د مسئلو په اړه مو خبرې وکړې. همداشان د سیمې د مسئلو په اړه مو سلا مشورې دوام لري. سوریې په مسئله کې زمونږ یواځنۍ موخه تل پاتې سوله ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وویل چې د ترکیې او روسیې د مشرانو ترمنځه ډیر صمیمي ډیالوګ او اړیکې شتون لري. همداشان د ترکیې او روسیې ترمنځه د سل میلیارده ډالرو تجاري حجم هدف ټاکل شوی دی خو له بده مرغه چې نن ورځ دیته هدف ته رسیدلي نه یو. د همدې امله مو په لاسلیک کړو تړونو بیا کتنه وکړه.
د روسیې سره مو د رومي بانجانو د صادراتو په اړه خبرې وکړې. همداشان د ویزې په مسئلې مو خبرې وکړې. لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې د روسیې وګړو لپاره د ویزې معافیت رامنځته کړی دی. همداشان د روسیې وګړي پرته د ویزې ترکیې ته راځي همداشان مونږ هیله لرو چې همداشان د ترکیې وګړي هم پرته د ویزې روسیې ته سفر وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله