د چین نه پیرودول شوي  د کرونا  ویروس واکسین سبا ترکیې ته راانتقالیږي.

د چین نه پیرودول شوي  د کرونا  ویروس واکسین سبا ترکیې ته راانتقالیږي.

1553924
د چین نه پیرودول شوي  د کرونا  ویروس واکسین سبا ترکیې ته راانتقالیږي.

دا خبره د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین وکړه.

د ترکش ایرلاین شرکت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د چین نه د پیرودل شوي واکسین لومړنی پړاو یعنې ۳ میلیونه دوز واکسین به سبا په بوئینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه چې په ټي کا ۶۱۷۵ شمیرې سفر کې د بیجینګ نه استانبول ته راانتقال کړی شي.

په بیان کې راغلي دي چې په واکسین بار الوتکه به سبا د سهار په ۶ بجو او ۱۰ دقیقو په استانبول کې ښکته شي. وروسته به دا واکسین پلازمینې انقرې ته انتقال کړی شي.

د ویلو ده چې ترکیې د چین نه ۵۰ میلیونه دوزه د کرونا ویروس واکسین پیرودلی دی چې د فبروري تر میاشتې به دا واکسین ترکیې ته رانتقال کړی شي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د تیرې یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د چین په پلازمینه بیجینګ کې په ګمرک کې د نوي ډول کرونا ویروس د لیدل کیدو نه وروسته ګمرک په موقته توګه خپلې چارې درولي دي. هغه ویلي وو چې د ترکیې واکسین به د یوې یا دوو ورځو په دننه کې هیواد ته راانتقال کړی شي.

همداشان تیره ورځ ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د کابینې د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې د چین نه پیرودل شوی واکسین به د نوي کال نه مخکې هیواد ته راوړل شي.


پيوندونه: #واکسین , #ترکیه

اړوند خبرونه