ترکیې د دفاع وزیر په لیبیا کې خلیفه حفتر او د هغه ملاتړو ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په لیبیا کې کودتاچي جنرال او د نامشروع وسله والو ځواکونو مشر خلیفه حفتر ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په لیبیا کې کودتاچي جنرال او د نامشروع وسله والو ځواکونو مشر خلیفه حفتر ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.
اکار وویل چې په لیبیا کې په ترکي ځواکونو د هر ډول برید په صورت کې به د قاتل حفتر عناصر په هره سیمه او ځای کې زمونږ لپاره په مشروع هدف بدل شي.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار دا څرګندونې په لیبیا کې د ترکي ځواکونو نه د لیدنې پر مهال وکړې.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز او قوتونو د قومندانانو په ملتیا تیره ورځ لیبیا ته سفر وکړ.
هغه د لیبیايي مقاماتو سره د لیدنې نه وروسته په لیبیا کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه.
هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونه د خپل هیواد د ۸۳ میلیونو تنو وګړو د امنیت د ساتلو سربیره د لیبیا، اذربایجان او شمالي قبرس ترک جمهوریت په څیر د دوست او ورونو هیوادونو د امنیت په برخه کې هم مرسته کوي. ترکیه د خپلو ګاونډیانو او ټولو هیوادونو سیاسي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ته تل درناوی کړی او ددینه وروسته به هم درناوي کولو ته دوام ورکړي.
هغه وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه لیبیا ته د مشروع د ملي وفاق حکومت چې د ملګروملتونو سازمان لخوا هم په رسمیت پيژندل شوی په رسمي بلنه راغلي دي. د همدې امله ددې هیواد یواځنی مشروع حکومت د ملي وفاق حکومت دی.
هغه وویل چې په لیبیا کې د ټولو ستونزو اصلي سرچینه خلیفه حفتر ، د هغه نامشروع وسله وال ځواکونه او ملاتړي دي. د ټولو ستونزو اصلي ریښه همدوې دي.
اکار وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه د لیبیا د مشروع حکومت سره د لاسلیک کړي تړون له مخې دلته د پوځي روزنې، همکارۍ او مشورتي فعالتونو په خاطر راغلي دي. تر اوسه پورې د ترکیې وسله وال ځواکونو لخوا ۳۰۰۰ تنه لیبیايي سرتیري روزل شوي دي.
هغه وویل چې کودتاچي ،د بهرنیو محراقونو لاسپوڅی او د نورو د لاس اله خلیفه حفتر ځواکونه که چیرې په لیبیا کې د نړۍوالو تړونونو او د ملي وفاق مشروع حکومت په بلنه راغلو ترکي ځواکونو باندې هر ډول برید وکړي ډیر سخت بدل به په پرې کړي. په لیبیا کې په ترکي ځواکونو د هر ډول برید په صورت کې به د حفتر ځواکونه زمونږ په مشروع هدف بدل شي.
هغه وویل هغه برخې چې د خپلو ظلمونو او ترسره کړو قتل عامونو باندې د پردې غوړولو په خاطر غواړي د خلکو توجه بل لوري ته د اړولو په خاطر ګډوډي رامنځته کړي دا په اصل کې بې ځای هڅې دي ځکه چې هیڅ شی به ترلاسه نکړي.
اکار وویل چې حفتر په لیبیا کې د ټولو ورور وژنو او د ورور لخوا د ورور د وینې د تویولو یواځنی مسئول دی.
هغه په حفتر او د هغه په ملاتړو غږ وکړ چې جنګي جنایتکار، جاني او قاتل حفتر او هغه ملاتړي باید پدې خبره ښه ځان پوه کړي چې په لیبیا کې د ترکیې پر وسله والو ځواکونو د هر ډول برید په صورت کې به حفتر او د هغه ټول عناصر زمونږ په مشروع هدف باندې بدل شي. هغوې ته به داسې سزا ورکړو چې د تیښتې لار به پیدا نکړي. د ځان د پټولو ځای به ترینه ورک کړو.
اکار وویل چې ترکیه تل د لیبیا د خلکو نه ملاتړ ته دوام ورکوي او د لیبیا د خلکو ترڅنګ ولاړ ده.