فیدان : که د دوو دولتونو حل لارې ملاتړ ونکړو دا به د غزې وروستۍ جګړه نه وی .
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، که موږ له دغې غمیزې له غزې د روان وضعیت څخه درس وانخلو او دوه دولتونو حل لاره ټینګه نکړو، دا به د غزې وروستۍ جګړه نه وی .
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، که موږ له دغې غمیزې له غزې د روان وضعیت څخه درس وانخلو او دوه دولتونو حل لاره ټینګه نکړو، دا به د غزې وروستۍ جګړه نه وی .
هاکان فیدان دا څرګندونې په دوبۍ کې د العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
فیدان څرګنده کړه چې تورکیې د دوو دولتونو د حل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او اوس اسلامي نړۍ د فلسطین د مسئلې په اړه په یووالي عمل کوي.
"که موږ له دې تراژيدي څخه زده نه کړو او د دوه دولتونو حل باندې ټینګار ونکړو، دا به د غزې وروستۍ جګړه نه وي. نورې جګړې او وینې تویدونې به زموږ په انتظار وي. موږ باید اسرائیلو ته هم بلنه ورکړو چې د ۱۹۶۷ کلونو سرحدونه ومني. یواځې حماس نه بلکې ټول فلسطینیان د ۱۹۶۷ کال پر بنسټ د فلسطیني دولت منلو ته لیواله دي.»
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.