په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۹۱۰۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1549392
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۸۳۵۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۹۶ زره او ۱۱۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۹۱۰۳ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۴۱۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره یو میلیون ۸۳۵ زره او  ۷۰۵ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۵۱۹۲    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۲  میلیونه  ۶۳۵ زره او ۶۳۷  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه