په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۰۳۱۶ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9119/9be1/7e38/5fd5ae5f95ea0.jpg?time=1719002500)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۸۰۹۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۸ زره او ۸۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۰۳۱۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۲۱۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره یو میلیون ۸۰۰ زره او ۲۸۶ ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۵۳۴۷ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۲ میلیونه ۴۳۹زره او ۵۲۷ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719002500)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719002500)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله