په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۱۹۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۷۸۵۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۳ زره او ۱۳۲تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۲۱۹۵ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۵۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۸ ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۵۵۰۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۲ میلیونه ۲۸۰ زره او ۶۳۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره مخ په راټیټیدو ده چې د لا راټیټیدو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.